اسلام آباد۔1جنوري (اے پي پي ) پاکستان او هند د شورو په ورځ د سفارتي ذرائعو څخه په بند كښې د پرتو بنديو??نو فهرستونه يو بل له وركړل۔ د خارجه دفتر وياندې د اړخه جاري بیان تر مخه د فهرستونو په يو وخت تبادله د 2008 قونصلر رسائۍ لوظنامې تر مخ وشوه ۔د لوظنامې تر مخه دواړه هېوادونه هر كال په وړومبۍ جنورۍ او وړومبۍ جولائي يو بل سره په بند كښې د پرتو بنديو??نو فهرستونه يو بل له وركوي۔ د بیان ترمخه د پاكستان حکومت پاکستان د 266 هندي بنديو??نو چې پكښې (49 سویلین بنديوانان دي او 217 مچي مار ) دي فهرست ا??لام آباد كښې د هند هائي کمیشن استازي ته وسپارلو ۔د دې سره د هندي حکومت هم د هند په زندانونو كښې د پرتو بنيو??نو پاکستانی??نو فهرست د پاکستان هائي کمیشن د نوي ډيلي يو ایک افسر سره شیئر کړو ۔ فهرست تر مخه د هند به زندانونو كښې په مجموعي توګه 462 پاکستانیان بنيدوان دي چې پكښې (381 شهري بنديوانان او 81 مچي مار ) شامل دي ۔ بیان كښې لا وئېلي شوي چې پاکستان په هندي حکومت زور راوړے چې هغه ټول پاکستانیان (52 شهري بنديوانان او 56 مچي مار خوشي كړي او هېواد ته يې بېرته راولېږي ??ا جې خپله سزا پورا كړې ده او د ??ا جې د قامي حیثیت تصدیق شوے دے ۔ وياند ووئېل په هندي حکومت هم زور راوړلے شوے چې هغه د هغه ټولو پاکستانی??نو حفاظت، سلامتیا او ښېګره یقیني كړي څوك چې خوشي كولو او وطن ته راتللو ته منتظر دي ۔ دغسې پاکستان د 1965 او 1971 ج??ګو??و 38 بې دركه دفاعي اهلکارو له تر قونصلر رسائي وركولو درخواست کړے دے۔
Nguồn bài viết : FTG Game Bài 3d